کابل کې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیول شوې ده

20 حوت 1397 ساعت 11:18

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیولې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یوه مېرمن د خپل خاوند د قتل په تور نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د کب ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي نیول شوې مېرمنې دوه شپې وړاندې خپل خاوند د تبر په ګزار وژلی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه مېرمن نازي ګل د ضیاالدین لور او د کابل ښار د ۲۱ مې ناحیې اړوند د ملا ترخیل د ډاګ ده اوسېدونکې ده، چې خاوند یې په خپل کور کې وژلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه مېرمن پرون د کب ۱۹ مه د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له خوا د ښار د ۱۲ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوې، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې نیول شوې مېرمنې ولې خپل خاوند وژلی خو کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې د معلومولو لپاره پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114325

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114325/

جمهور
  https://www.jomhornews.com