کندوز کې کابو ۱۰۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

20 حوت 1397 ساعت 13:11

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳۷ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳۷ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په کندوز کې د پامیر شلمې فرقې چارواکو و ویل طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېره یوه اوونۍ کې اوښتې ده.

د یادې فرقې درستیزوال سید قربان موسوي نن دوشنبې د کب ۲۰ مه له رسنیو سره په خبرو کې و ویل، چې افغان ځواکونو تېره اوونۍ د کندوز په دشت ارچي، امام صاحب او قلعه ذال ولسوالیو کې عملیات کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لږ تر لږه ۹۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه او دغه راز دوه هاومي ټانکونه هم له منځه وړل شوي دي.

د پامیر شلمې فرقې درستیزوال زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او عملیات لا هم دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندوز
 
 


د مطلب کود: 114328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com