کورنیو چارو وزارت د کابل د ۱۱ حوزو مسوولین له دندو لرې کړې دي

20 حوت 1397 ساعت 13:12

د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې د کابل د یوولسو امنیتي حوزو مسوولین لرې او پر ځای یې نوي کسان په دندو ګمارلي دي.


د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې د کابل د یوولسو امنیتي حوزو مسوولین لرې او پر ځای یې نوي کسان په دندو ګمارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات نن د کب ۲۰ مه پر ټوېټر لیکلي، چې نن یې د امنیتي مسوولینو سره ځانګړې ناسته درلوده.

نوموړي زیاته کړې، چې د کابل اوسنی امنیتي وضعیت او د ځینو امنیتي حوزو د امرینو غفلت خلکو او مسوولینو ته د منلو او قناعت وړ نه دی.

د هغه په وینا همدې ته په کتو د غوره مديريت او د خلکو د لاخونديتوب لپاره یې نن د کابل د ١١ امنيتي حوزو امرين بدل او پر ځای يې نوي کسان وګومارل.

د کورنيو چارو وزارت  امنيتي مرستيال نوي ګمارل شوي مسوولین هم درې مياشتې وخت لري ، چې د کابل امنيتي حالت ښه او د جرمونو کچه راټيټه کړي.

نوموړي پر دندو نویو ګمارل شویو کسانو ته خبرداری ورکړ، چې که په ور سپارل شوي ماموريت کې پاتې راغلل، له دندو به ګوښه شي، ځکه په وینا یې د خلکو امنیت ورته لومړیتوب دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114329

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114329/

جمهور
  https://www.jomhornews.com