ډاکتر عبدالسمیع حامد د ولسمشر ارشد مشاور وټاکل شو

20 حوت 1397 ساعت 13:44

د ارګ سرچینې وايي، ډاکتر عبدالسمیع حامد یوه خارج رتبه بست کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.


د ارګ سرچینې وايي، ډاکتر عبدالسمیع حامد یوه خارج رتبه بست کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډاکتر حامد د ولسمشر غني د یوه ځانګړي فرمان له مخې په دغه دنده ګمارل شوی دی.

د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقر له حکم سره سم د ښاغلي حامد ګمارانه ورته منظوره ده.

په دغه فرمان کې ویل شوي، چې ډاکتر عبدالسمیع حامد به د ولسمشر د ارشد مشاور په توګه د ملي امنیت شورا له غونډو پرته د کابیني، ولسمشرۍ د عالي شوراګانو او نورو غونډو کې برخه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114332

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114332/

جمهور
  https://www.jomhornews.com