د ملا عمر پټ ژوند کتاب په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون:

دا راپور کاملآ غلت دی، ملا عمر په پاکستان کې و هملته مړ شو

20 حوت 1397 ساعت 13:58

ولسمشرۍ ماڼۍ د هالنډي خبریالې د هغه کتاب په اړه چې په کې ویل شوي د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر د افغانستان په زابل ولایت کې د امریکایانو یوې پوځي اډې ته څېرمه ژوند کاوه سخت غبرګون ښودلی دی.


ولسمشرۍ ماڼۍ د هالنډي خبریالې د هغه کتاب په اړه چې په کې ویل شوي د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر د افغانستان په زابل ولایت کې د امریکایانو یوې پوځي اډې ته څېرمه ژوند کاوه سخت غبرګون ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ دا خبره په کله رد کړې او ویلي یې دي، چې دا راپور کاملآ غلت دی، چې ګڼې ملا عمر په زابل کې وو.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په حقیقت کې دا راپور طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته د یو ډول هویت ورکولو هڅه بللې او په کلکه یې رد کړی دی.

ښاغلي چخانسوري ویلي کره شواهد او اسناد وجود لري، چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې ژوند کاوه او هملته وفات شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح او یو شمېر نورو سیاسي څېرو هم دا راپور غلت بللی او ویلي یې دي، چې ملا عمر د ژوند تر اخره پورې په پاکستان کې وو.

خو هالنډۍ لیکوالې بېټي ډم لیکلی چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر د حکومت تر سقوط وروسته پوره څلور کاله په زابل کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته څېرمه ژوند کاوه.

په دغه کتاب کې د ملا عمر د ساتونکو سره هم مرکه شوې او هغوی هم ورته تایید کړې، چې ملا عمر زابل کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته څېرمه ژوند کاوه.

دغه ساتونکو هالنډۍ خبریالې ته په مرکه کې ویلي، چې د ملا عمر د کور او نظامي اډې تر منځ یو ساعت پیاد مزل و.

دوی دا هم ویلي، چې دغه کور څو څو ځلې د بهرنیو ځواکونو له خوا تلاشي شوی هم دی، خو ملا عمر یې نه دی پیدا کړی.

یادې خبريالې ویلي ملا عمر په دې ښکلي کور کې یوازې له څو کسه ساتونکو سره ژوند کاوه، خو امریکايي ځواکونه بریالي نه شول چې هغه ونیسي.

د هغې په وینا امریکايي پوځیان به امکانات لري، خو د معلوماتو له اړخه دوی خورا کمزوري ثابت شوي دي.

د یادونې ده، چې خبریالې بيټي ډم مخکې د کرزي په اړه (يو سړی او يو موټرسايکل )کتاب هم ليکلی وو چې نړۍ کې ډېر مشهور شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114334

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114334/

جمهور
  https://www.jomhornews.com