بادغیس کې د افغان پوځ ۲۰ سرتېري وژل شوي دي

20 حوت 1397 ساعت 14:05

د بادغیس د ولایتي شورا چارواکي په دغه ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د بادغیس د ولایتي شورا چارواکي په دغه ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک ویلي د پوځ دغه سرتېري د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو تېره شپه (د کب ۱۹ مه) د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د افغان پوځ پر پوستو بریدونه کړي او ۲۰ سرتېري یې وژلي دي.

هغه دا هم ویلي، چې طالبانو ۲۸ نور سرتېري برمته او له ځان سره یې بېولي دي.

ملي دفاع وزارت او د بادغیس امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د افغان سرتېرو د وژل کېدو او برمته کېدوه ادعا کړې ده.

نوموړي ویلي طالبانو د بالامرغاب ولسوالۍ د لودینان په سیمه کې د پوځ پر یوه کنډک برید کړی، درې پوستې یې نیولې، ۲۰ سرتېري یې وژلي، ۴ تنه ټپیان او ۲۸ تنه یې له ځان سره وړي دي.

جمهورخبري آژانس: لوېدیځه حوزه
 


د مطلب کود: 114335

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com