د المان د بهرنیو چارو وزیر:

امریکا به د دوحې په خبرو کې داسې پرېکړه ونه کړي چې د افغانانو شاتګ سبب شي

20 حوت 1397 ساعت 15:05

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، ډاډی دی امریکا به د دوحې د سولې په خبرو کې داسې پرېکړه ونه کړي، چې د افغانانو بېرته شاتګ ته زمینه برابره کړي.


د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، ډاډی دی امریکا به د دوحې د سولې په خبرو کې داسې پرېکړه ونه کړي، چې د افغانانو بېرته شاتګ ته زمینه برابره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی ماس چې پرون یکشنبې افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر راغلی دغه څرګندونې نن دوشنبې د کب ۲۰ مه کابل کې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې افغانانو تل په دې ټینګار کړي، چې دوی شاتګ نه کوي او د دې خبرې اهمیت اوس امریکا هم درک کړی  او درک کوي یې.

د هغه په وینا دی ډاډه دی، چې هغوی (امریکا) به د دوحې په خبرو کې داسې پرېکړه ونه کړي چې د افغانانو شاتګ ته زمینه برابره کړي.

دی وايي، المان د سولې له روان بهیره ملاتړ کوي او که چېرته اړتیا پېښه شي چمتو دي د بن درییم کنفرانس هم ترسره کړي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې افغانان باید په خپلو کې خبرو ته سره کېني څو په دې هېواد کې اوږدې جګړې پای ته ورسېږي او سوله راشي.

نوموړي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اوږدمهاله مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې به د المان ماموریت دوام ولري.

باید و ویل شي، چې د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون په مزار شریف کې د خپلو پوځیانو په اډه کې هم له هغوی سره وکتل.

هغه افغانستان ته له رسېدو سره سم رسنیو ته ویلي، افغانستان په دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دویم لوی مرسته کوونکي او داسې هېواد په توګه چې دلته ډېر سرتېري لري، خپل مسوولیت په هره برخه کې په سمه توګه سر ته رسوي.

ټاکل شوې چې د المان د بهرنیو چارو وزیر تر کابل وروسته پاکستان ته هم سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 114340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com