د سولې مشورتي جرګه د غوايي میاشتې په ۹ مه نېته جوړېږي

20 حوت 1397 ساعت 15:09

د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې به د سولې لویه مشورتي جرګه د راتلونکې غوايي یا ثور میاشتې په ۹ مه نېټه جوړه شي.


د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې به د سولې لویه مشورتي جرګه د راتلونکې غوايي یا ثور میاشتې په ۹ مه نېټه جوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر دغه فرمان نن دوشنبې د کب ۲۰ مه د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپور شوی دی.

په دغه فرمان کې ویل شوي، چې د سولې مشورتي جرګه، د افغانستان د ټولو اقشارو د نظر اورېدو، اخیستو او د سولې د روانو خبرو د ګړندیتوب په موخه جوړېږي.

فرمان کې راغلي، چې یاده جرګه به افغان دولت ته د سولې کړنلاره مشخصه کړي تر چې دولت د سولې په اړه اقدام وکړي.

په یاد فرمان کې د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس محمد عمر داودزی د سولې د مشورتي جرګې د د جوړونې کمېسیون د مشر په توګه هم ټاکل شوی دی.

دغه فرمان کې مالیې وزارت ته لارښونه شوې، چې د لویې مشورتي جرګې مالي امکانات د کمېسیون د رییس له وړاندیز سره سم د ۹۱ کود څخه اجرا کړي.
 
فرمان کې، پوهنې، لوړو زده کړو، سرحدونو، اقوام او قبایل، حج او اوقاف، ښځو چارو، کډوالو چارو وزارتونو او سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې، کابل ښاروالی او ټولو نورو ادارو ته لارښوونه شوې، چې د سولې لویې مشورتي جرګې په اړه ورته سپارل شویو دندو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114341

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114341/

جمهور
  https://www.jomhornews.com