سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه ځاي خبریال پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې دغه خبریال ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبریال نثار احمد احمدي دی، چې د سباوون په نوم تلوېزیون او راډیو سره یې د خبریال په حیث دنده درلوده.
د هلمند د والي د اړیکو مسوول زاهد اتل د خبریال نثار احمد احمدي په موټر د ماین چاودنې پخلی کړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
ځینې سرچینې وايي، د احمدي په موټر د چسپکي ماین له امله چاودنه رامنځ ته شوې ده.
په لښکرګاه کې د ایمرجنسۍ رغتون یو سرچینې ویلي په دغه چاودنه کې د احمدي یوه پښه پرې شوې خو روغتیايي حالت یې تر اوسه دقیق شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هلمند