هلمند کې یو خبریال د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی

21 حوت 1397 ساعت 8:22

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه ځاي خبریال پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې دغه خبریال ټپي شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه ځاي خبریال پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې دغه خبریال ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبریال نثار احمد احمدي دی، چې د سباوون په نوم تلوېزیون او راډیو سره یې د خبریال په حیث دنده درلوده.

د هلمند د والي د اړیکو مسوول زاهد اتل د خبریال نثار احمد احمدي په موټر د ماین چاودنې پخلی کړی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ځینې سرچینې وايي، د احمدي په موټر د چسپکي ماین له امله چاودنه رامنځ ته شوې ده.

په لښکرګاه کې د ایمرجنسۍ رغتون یو سرچینې ویلي په دغه چاودنه کې د احمدي یوه پښه پرې شوې خو روغتیايي حالت یې تر اوسه دقیق شوی دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
 


د مطلب کود: 114354

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com