د ملي امنیت شورا سلاکار:

له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ د ختمېدو په مانا نه ده

21 حوت 1397 ساعت 8:56

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ د ختمېدو په مانا نه ده.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ د ختمېدو په مانا نه ده.

د جمهور آژانس د خبر نوموړي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې پر دې سربېره هم افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ختمول پکار دي او نړیوال باید دا مساله هېره نه کړي.

نوموړي چې د سولې په اړه خبرې کولې و ویل، چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې غوښتونکی دی او په وار وار یې طالبانو ته بې قید او شرطه وړاندیزونه هم کړي، خو طالبان په رېښتینې توګه د سولې غوښتونکي نه دي.

ښاغلي محب و ویل، چې په وروستیو پنځو کلونو کې سولې ته ډېر نېږدې شوي یو او حکومت په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې، خو په وینا یې که طالبان په رښتیا سوله غواړي نو باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، نه دا چې زموږ د ولس او افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړه، چې افغان ولس او افغان حکومت داسې سوله غواړي، چې اساسي قانون، د افغانستان نظام، لاس ته راوړنې او ولسواکي په خوندي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com