د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

افغانستان، هند، ایران او چین هڅه کوي پاکستان انزوا کړي

21 حوت 1397 ساعت 9:30

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشتي تور پورې کړی، چې افغانستان، هند، ایران او چین غواړي پاکستان په نړۍ کې یوازې کړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشتي تور پورې کړی، چې افغانستان، هند، ایران او چین غواړي پاکستان په نړۍ کې یوازې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي چې پرون دوشنبې د کب ۲۰ مه یې پنجاب ایالت کې یوې غونډې ته وینا کوله دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، افغانستان او نور ګاونډي هېوادونه له حقیقت پرته پر پاکستان داسې تورونه پورې کوی، چې هېڅ بنسټ نه لري.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« ګاونډي هېوادونه په تېره بیا افغانستان تل د خپلو ستونزو او ناکامیو بار د پاکستان پر اوږو اچوي او په حقیقتونو سترګې پټوي چې دا چاره نه یوازې ګټه نه لري بلکې ستونزې لا ډېرولی شي.»

قریشي ټینګار کړیو چې افغانستان، هند، ایران او چین په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې دي، څو پاکستان په نړۍ کې یوازې کړي.

خو په وینا یې پاکستان د ترهرګرۍ پر وړاندې تل مبارزه کړې، قرباني یې ورکړې او نړۍ یې د لاس ته راوړڼو او مبارزې شاهد دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وزیر پر داسې مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې خبره کوي، چې پاکستان په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن دی.

ان د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پاکستان په دې تورن کړی، چې د خپلو ګټو لپاره په خپله خاوره کې ترهګر ساتي او ملاتړ یې کوي.

امنیت شورا څه موده وړاندې هم پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي او له ملاتړه یې لاس واخلي.

د هند او پاکستان تر وروستي کړکېچ وروسته هم، امریکا، روسیې، چین، انګلستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له پاکستانه وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې ریښتینې مبارزه وکړي او په خپله خاوره کې یې ځالې له منخه یوسي.

باید و ویل شي، چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د نړیوالې ټولنې په خړ لېست کې هم شامل شوی دی.

امریکا خو د ترهګرو د ملاتړو له امله پر پاکستان میلیونه ډالره مرسته هم درولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114362

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114362/

جمهور
  https://www.jomhornews.com