ملګرو ملتونو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې ژر تر ژره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني، ځکه اوس د سولې ښه فرصت برابر شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش او د افغانستان لپاره د هغه ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو د یاد سازمان په امنیت شورا کې وکړې.
د افغانستان د روان وضعیت او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبې شپه (د کب ۲۰) ځانګړې غونډه درلوده، چې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم په کې ګډون کړی و.
دغه غونډې ته لومړی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یاماماتو د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنۍ راپور وړاندې کړ، چې په کې د افغانستان د سولې روانې هڅې د بحث یوه اساسي موضوع وه.
همدې ته په کتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کېني.
هغه په خپلو خبرو کې و ویل«زه دا مهمه ګڼم، طالبان دې ته اړتیا لري چې له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې موږ باید دا ومنو چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو پر مالکیت د سولې ملاتړ لپاره د سیمهییزو هڅو په ګډون ټولې نړیوالې هڅې هم دې ته اړتیا لري چې سره همغږې شي.
ښاغلي یاماموتو دغه څرګندونې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې هغې غونډې ته وکړې چې د امنیت شورا لهخوا د افغانستان پر وضعیت بحث ته ځانګړې شوې وه.
په ورته وخت په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو تر بل هر وخت د دې چانس زیات کړی چې په دې هېواد کې د اوږدمهاله جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو اترو له لارې جوړجاړی ترلاسه شي.
هغه زیاته کړې ده، تمه ده،چې د دولتونو له خوا د سولې په برخه کې د هر اړخیزو روانو هڅو په نتیجه کې به طالبان او د افغانستان حکومت مخامخ خبرو ته کېني.
باید و ویل شي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
ښاغلي و ویل، د افغانستان دولت او افغان ولس د سولې لپاره ژمنې کړي او اوس په طالبانو پورې اړه لري چې پهدې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل