د چین یوه پوځي الوتکه لوېدلې ده

21 حوت 1397 ساعت 13:48

د چین ملی دفاع وزارت وايي، د دوی یوه پوځ الوتکه لوېدلې، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.


د چین ملی دفاع وزارت وايي، د دوی یوه پوځ الوتکه لوېدلې، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چنايي رسنیو ویلي دغه الوتکه نن سه شنبې د مارچ ۱۲ مه د لادون لیس په سیمه کې لوېدلې ده.

د چین دفاع وزارت زیاته کړې، دغه پوځ الوتکه د تمریني پرواز پر مهال لوېدلې او دوه پيلوټان یې وژل شوي دي.

ویل کېږي د الوتکې د لوېدو په ځای کې چا ته زیان نه دی اوښتی او د سقوط د څرنګوالي په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114376

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114376/

جمهور
  https://www.jomhornews.com