د ټاکنو کمېسیون پنځه نور لوړ پوړي چارواکي هم ممنوع الخروج اعلان شوي

21 حوت 1397 ساعت 14:27

د افغانستان لوی څارنوالۍ د ټاکنيزو کمېسيونو پر پخوانيو غړو سربيره، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پنځه تنه نور لوړ رتبه چارواکي هم ممنوع الخروج شوي دي.


د افغانستان لوی څارنوالۍ د ټاکنيزو کمېسيونو پر پخوانيو غړو سربيره، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پنځه تنه نور لوړ رتبه چارواکي هم ممنوع الخروج شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په هغه مکتوب کې، چې په خواله رسنیو خپرو شوی شکاري، چې د ټاکنو کمېسیون دغه چارواکي د کب میاشتې په ۱۳ مه نېټه ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

په دې مکتوب کې چې د سرحدي پولیسو عمومي قوماندانۍ ته لیکل شول راغلي، چې د ټاکنیزو پېښو په تړاو چې کومې پلټنې د یادې ادارې له خوا روانې دي، د احتیاطي تدابیرو، د ټاکل شوي پلاوي په وړاندیز او د لویې څارنوالۍ د عالي مقام په منظور لاندې پنځه کسان ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

په دې پنځو کسانو کې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس احمد شاه زمانزی، د عملیاتي چارو پخوانی رییس اول الرحمن رودوال، د عملیاتي چارو مرستیال عبدالعزیز صمیم، د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس سید ابراهیم سادات، او د ساحوي عملیاتو رییس زمری قلمیار شامل دي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې پورتني کسان د لویې څارنوالۍ د تشکیل او صلاحیت قانون د ۱۱ مې مادې له حکم سره سم ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

باید و ویل شي، چې لوی څارنوالۍ تر دې وړاندې د ټاکنیزو کمېسیونو ټول کمېشنران او دواړه ریسان ممنوع الخروج اعلان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114377

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114377/

جمهور
  https://www.jomhornews.com