دفاع وزارت کې یو لړ بدلونونه راغلي/ جنرال وزیري د پوځ د مشر په توګه ټاکل شوی

22 حوت 1397 ساعت 8:15

په ملي دفاع وزارت کې یو لړ بدلونونه راغلي، چې له مخې یې یاسین ضیا د وزارت د لومړي مرستیال او ډګر جنرال بسم الله وزیري د پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.


په ملي دفاع وزارت کې یو لړ بدلونونه راغلي، چې له مخې یې یاسین ضیا د وزارت د لومړي مرستیال او ډګر جنرال بسم الله وزیري د پوځ د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون سه شنبې د شپې ناوخته یې خپره کړې ویل شوي، چې یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت د مرستیال او جنرال بسم الله وزیري د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزي په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز په خبرباڼه کې ویل شوي، ډګر جنرال محمد شعیب په هوايي برخه کې د لوی درستیز مرستیال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین د هوايي قل اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې د ځانګړو عملیاتو د قل اردو د قوماندانۍ مرستیال محمد حیدر نېک‌پی به د نوي قوماندان تر ټاکل کېدو پورې د دې قول اردو سرپرست قوماندان وي.

دفاع وزارت د څو نورو نویو ګمارنو خبر هم ورکړل شوی او ویل شوي دي چې دا کسان د دفاع وزارت د بېلابېلو وړاندیزونو او د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ټاکل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې ډګر جنرال بسم الله وزیري تر دې وړاندې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان و او جنرال عبدالفهیم رامین چې مخکې د ۷۷۷ ځانګړې لوا قوماندان.

دا هم باید و ویل شي، چې تر جنرال بسم الله وزیري د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال شریف یفتلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com