د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي جیش محمد ډله د ترهګرو په لېست کې شامله کړي

22 حوت 1397 ساعت 8:27

په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هڅه کوي، د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر نوم د ترهګرو په لېست کې شامل کړي، چین وايي، دغه مسله جدي خبرو ته ضرورت لري.


په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هڅه کوي، د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر نوم د ترهګرو په لېست کې شامل کړي، چین وايي، دغه مسله جدي خبرو ته ضرورت لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترهګرو په لېست کې د مسعود اظهر د شاملېدو وړاندیز امریکا، برتانیې، فرانسې کړی او هند هم هڅه کوي، چې دغه کار وکړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې اوونۍ د مسعود اظهر نوم د ترهګرو په لېست کې شامل کړي، خو داسې ښکاري، چې د دغه شورا یو غړی چین د دې کار مخالفت کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سختو معیارونو او د لایحې په اساس پریکړې کوي او د ترهگرو په تور لسټ کې د شاملولو لپاره اصول لري.

نوموړي به بېجنګ کې یوې خبري غونډې ته و ویل، چین غواړي دغه مسله په مناسب ډول حل کړي نو ځکه یې د دواړو خواو (پاکستان او هند) سره خبرې روانې دي.

د ترهګرو په لېست کې د جیش محمد وسله والې ډلې د مشر د شاملېدو خبره وروسته له هغې ګرمه شوه، چې څه موده وړاندې په هند کې پر هندي ځواکونو یو خونړی برید وشو.

په دغه برید کې ۴۴ هندي سرتېري و وژل شول او پړه یې په پاکستان کې مېشت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست.

تر دغه برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ نور هم زیات شو او یو د بل پر خاورو یې بمبارونه وکړل او یو د بل الوتکې یې راوغورځولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114389

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114389/

جمهور
  https://www.jomhornews.com