د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، ښاغلي عبدالله پرون سه شنبې د کب ۲۱ مه په خپل استوګنځای کې له ښاغلي کرزي سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او پر هېواد کې پر تل پاتې سوله ټینګار وکړ.
سرچینه وايي، دواړو لورو ټینګار کاوه، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره باید په کور د نهه او بهر هڅې همغږې شي تر څو په دې ملي مضوع کې د ټول هېواد استازي شتون ولري.
باید و ویل شي، چې ډاکتر عبدالله څو ورځې وړاندې د ښځو د نړیوالې ورځې په غونده کې هم و ویل، چې د سولې لپاره ټول هڅې باید همغږې ښي او ټول سیاسي جریانونه باید په ګډه د سولې او د نظام د دفاع لپاره کار وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل