د چک جمهوریت ولسمشر:

ښايي طالبان تر سولې وروسته بیا جګړې ته مخه کړي

22 حوت 1397 ساعت 9:30

د چک جمهوریت ولسمشر ميلوس زیمن ویلي ښايي طالبان له راګرځېدو سره سم بېرته جګړې پیل کړي او واک ته د رسېدو کوښښ وکړي.


د چک جمهوریت ولسمشر ميلوس زیمن ویلي ښايي طالبان له راګرځېدو سره سم بېرته جګړې پیل کړي او واک ته د رسېدو کوښښ وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې میلوس زیمن طالبانو ته په اشارې زیاته کړې، پړانګ تل پړانګ پاتې کېږي، طالبان د سولې سره سم واک ته د رسېدو په فکر کې دي.

نوموړي ویلي تمه نه شي کېدی چې د طالبانو په راتګ سره دې جګړې ختمې شي. هغه ویلي ښایي طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکه وساتي.

د هغه په وینا طالبان به په دې توګه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره جګړو ته زور ورکړي او د سیمې په ګډون ان د اروپا امنیت ته خطر متوجه کړي.

د چک ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په قطر کې پر افغان سوله د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پای ته رسېدلي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په پرېکولو دواړه لوري موافقې ته رسېدلي، خو دا موافقه به هغه وخت نهايي او لاسلیک شي، چې طالبان اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته هم غاړه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114395

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114395/

جمهور
  https://www.jomhornews.com