۰

کندوز کې د طالبانو د وسلو د لېږد په یوه کاروان برید شوی دی

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک په کندوز ولایت کې هغه موټریز کاروان په نښه کړی، چې وسله والو طالبانو ته یې وسلې او مهمات لېږدول.
کندوز کې د طالبانو د وسلو د لېږد په یوه کاروان برید شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک په کندوز ولایت کې هغه موټریز کاروان په نښه کړی، چې وسله والو طالبانو ته یې وسلې او مهمات لېږدول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه په یوه خبرپانه کې ویلي د طالبانو دغه کاروان د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې په نښه شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د ملا علاوالدین په مشرۍ د طالبانو یو ګروپ چې وسلې یې لېږدولې په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان پوځ تر هوايي برید لاندې راغی، چې په ترڅ کې یې د نوموړي په ګډون ۷ وسله وال طالبان و وژل شول.

سرچینه زیاتوي، چې ملا علاوالدین مشهور په واثق په خان آباد کې د طالبانو یو کلېدي او مهم قوماندان و، چې تېره شپه (د کب ۲۱مه) د خان آباد په خواجه پسته سیمه کې د خپلو شپږو ملګرو سره و وژل شول.

خبرپاڼه وايي، ملا واثق له خواجه پسته سیمې د خان آباد د مرکز په لور وسلې او مهمات لېږدول چې د هوايي ځواک د کشفي ټیم له خوا کشف او برید پرې وشو، چې ټولې وسلې یې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي