ابراهیمي: ولسمشر باید د پارلمان پرانسته وکړي

22 حوت 1397 ساعت 10:08

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتل، چې د ملي شورا د نوي کال پرانسته ژر تر ژره وکړي.


د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتل، چې د ملي شورا د نوي کال پرانسته ژر تر ژره وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ابراهیمي، چې نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه ارګ کې د عبدالعلي مزاري د شهادت په یاد غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې د اساسي قانون سره سم باید ولسمشر د ملي شورا د کلنۍ غونډو پرانسته وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د پارلمان ژمنۍ رخصتۍ پای ته رسېدلي او د کار اهمیت ته په کتو سره له دې چې د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې لا هم نه دي معلومې شوې، خو د ملي شورا پرانسته مهمه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر ماڼۍ وړاندې ویلي تر چې د جرګې نوي غړي د ټاکنیزو کمېسیونو له خوا معرفي شوي نه وي د پارلمان پرانسته نه کوي.

باید و ویل شي، چې تېرې پارلماني ټاکنې د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه تر سره شوې، خو تر اوسه یې پایلې نه دي معلومې شوې، په داسې حال کې، چې د ملي شورا ژمنۍ رخصتي د روانې کب میاشتې په ۱۶ مه نېټه پای ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114399

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114399/

جمهور
  https://www.jomhornews.com