د ولسمشر دوهم مرستیال:

د سولې په پلمه راتلونکې ټاکنې نه شي ځنډول کېدای

22 حوت 1397 ساعت 10:25

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، د سولې په پلمه د ټاکنو ځنډول او پر ولس د ځینو کسانو حاکمول ولس ته د منلو نه دي.


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، د سولې په پلمه د ټاکنو ځنډول او پر ولس د ځینو کسانو حاکمول ولس ته د منلو نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه یې ارګ کې د عبدالعلي مزارد د شهادت یاد غونډه کې وینا کوله، که څه هم د چا نوم وانخیست خو اشاره یې طالبانو ته وه او ویې ویل، چې نباید د سولې په پلمه دغه ډله بیا پر ولس حاکمه کړای شي.

هغه زیاته کړه، چې د ملي یووالي شهید عبدالعلي مزاري پر عدالت محوره او یوه داسې نظام ټینګار درلود، چې ټول په کې خپل ځان و ویني او خپل حقونونه تر لاسه کړي.

د نوموړي وینا د شهید مزاري سیاسي منطق پر دې ولاړ و، چې رنګ او نژاد نه باید معیار وي او هره څوک چې د حذف سیاست، ملي تضاد او ملي نفاق ته لمن وهي ملي خاین دی.

دانش  و ویل، شهید مزاري د قوم پالنې او میراثي حکومت سخت مخالف او د قومونو تر منځ یې برابري، عدالت او ملي یووالی یو اصل باله.

د ولسمشر دوهم مرستیال د شهید مزاري هم دې دریځ ته په کتو و ویل، چې په اوسنیو شرایطو کې چې د سولې خبرې روانې دي، هم باید دغه اصل په پام کې ونیول شي.

هغه زیاته کړه«نن هم باید دا اصل په پام کې ونیول شي، نباید د سولې په پلمه نور کسان په دې فکر وي، چې پر ولس به حاکم شي، که دا فکر وي سوله ناشونې ده، د سولې په پلمه باید راتلونکې ټاکنې ونه ځنډول شي، دا ملت ته د منلو نه ده.»

د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، چې د سولې په پلمه د ټاکنو ځنډول د ځینو سیاسیونو له خوا مطرح کېږي او دا د هغوی له شخصي ګټو او شخصي فکر څخه سرچینې اخلي.

دی زیاتوي، که ټاکنې د سولې په پلمه وځندول شي، نو دا به نه یوازې د دولت دوام ودروي بلکې جګړه به هم ونه درېږي او هېواد به یو ځل بیا شا ته ټېل وهل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 114401

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114401/

جمهور
  https://www.jomhornews.com