اروپايي ټولنه:

د سولې تر تړون مخکې او وروسته د افغانستان ملاتړ کوو

22 حوت 1397 ساعت 12:29

د ارپايي ټولنې یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، دغه ټولنه په افغانستان کې د سولې له تړون مخکې او وروسته د یاد هېواد ملاتړ ته ژمنه ده.


د ارپايي ټولنې یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، دغه ټولنه په افغانستان کې د سولې له تړون مخکې او وروسته د یاد هېواد ملاتړ ته ژمنه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې ټولنې د نړیوالې همکارۍ او پراختیا کمېشنر نیوین میمیڅه پرون سه شبنې د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د اروپا پارلمان یوې غونډې ته کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د سولې یوې تړون ته د رسېدو لپاره بېړه یوې پایداره موافقې ته زمینه نه شي برابرولی، بلکې تل پاتې سوله وخت ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې« که څه هم د افغانستان بې ګناه نارينه، ښځې او ماشومان له دغه کړاوه ځورېږي، له دې سره سره کولى شو چې هيله مند واوسو چې د دغه هېواد لپاره ښه خبر را روان دى.»

د نوموړي په وینا همدې ته په کتو اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د سولې تر تړون مخکې د دې موافقې په جريان او تر هغې وروسته د افغانستان ملاتړ وکړي چې د پايدارې سولې ډاډ ترلاسه شي.

باید و ویل شي، چې د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او پراختيا کميشنر ميميڅه دا وينا د اروپايي ټولنې او افغانستان ترمنځ پر اوږدمهالې موافقه بحث ته ځانګړې شوې وه.

د افغانستان او اروپايي ټولنې چارواکو په ٢٠١٨ میلادي کال کې دوه وارې سره کتلي وو او پر کليدي مسايلو لکه بشري حقونو، جنسيتي مسايلو، ښې حکومتوالۍ، سيمه ييزو همکاريو او مهاجرت پر موضوع يې موافقه کړې ده.

د اروپايي ټولنې دغه لوړرتبه کميشنر وايي، افغانستان غواړي په ټولو دغو مواردو کې د خپلو وګړو په ګټه د پام وړ پرمختګ ولري او اروپايي ټولنه په دې برخه کې همکاريو او ملاتړ ته چمتو ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com