د فراه د ټولګټو چارو رییس وژل شوی دی

22 حوت 1397 ساعت 12:45

سیمه ییز چارواکي وایي، نامعلومه وسله والو کسانو د فراه ولایت د ټولګټو چارو رییس انجینر محمد سلیم په یوه غلکچي برید کې وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، نامعلومه وسله والو کسانو د فراه ولایت د ټولګټو چارو رییس انجینر محمد سلیم په یوه غلکچي برید کې وژلی دی.

دغه پېښه نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه سهار مهال د فراه ښار په مرکز کې د وسله والو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

د فراه د ولایتي شورا غړي صمد صالحي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې انجینر سلیم سهار وختي د وزش په موخه بهر ته وتلی، چې وسله والو وژلی دی.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب هم د دغه پېښې پخلی کوي او وايي، انجینر سلیم هغه د فراه ښار په لومړی ناحیه کې وژل شوی، چې له کوره دفتر ته روان وو.

نوموړي زیاته کړې، چې برید کوونکي له برید وروسته په تېښته بریالي شوي، خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 114413

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114413/

جمهور
  https://www.jomhornews.com