امریکا:

دا ځل قطر کې له طالبانو سره خبرې مهمې او باهدفه وې

22 حوت 1397 ساعت 13:10

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته دغه خبرې د تېر په پرتله، مهمې، باهدفه او بامانا بللې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته دغه خبرې د تېر په پرتله، مهمې، باهدفه او بامانا بللې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې پرون سه شنبې د کب ۲۱ مه پرځايي وخت د شپې ۸ بجې او ۲۰ دقیقي باید ته ورسېدې.

تر دغه خبرو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټوېټر ویلي، چې په بل ګام کې په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو او نورو شریکانو سره خبرې کوي.

نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي«زما بل ګام په واشنګټن کې خبرې او له نورو شریکانو سره سلامشوره ده. موږ به (له طالبانو سره) ژر بیا سره ووینو، او تر څو چې پر هر څه موافقه نه وي شوې وروستۍ موافقه نشته.»

خلیلزاد زیاتوي، د ده په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستي حملو د مخنیوي د تضمین او د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د موافقې پر مسودې جوړجاړی شوی دی.

هغه ویلي«کله چې د ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د اتروریستي ضد اقداماتو په اړه د موافقې مسوده نهايي شوه، طالبان او د افغانستان د حکومت په ګډون نور افغانان به د سیاسي حل او عمومي اوربند پر سر بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

ښاغلي خلیلزاد په عین حال کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره څلور مسلې مهمې دي «د سولې لپاره پر څلورو مسلو موافقې ته اړتیا ده؛ د تروریزم پر ضد د مبارزې تضمین، د ځواکونو ایستل، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او هراړخیز اوربند. د جنورۍ د میاشتې په خبرو کې موږ پر دغو څلورو عناصرو په اصولو کې موافقې ته ورسېدو. اوس موږ د لومړیو دوو مسلو پر مسودې موافقه وکړه.»

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرت پولادینو ویلي، چې دا ځل امریکا له طالبانو سره مهمې، باهدفه او بامانا خبرې لرلې.

نوموړي ویلي استازي یې زلمي خلیلزاد مهم پیغامونه ورته لېږلي او په دې خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

د هغه په وینا خبرې به روانې وي او هڅه کېږي چې افغان جګړه د مذاکراتو پر مټ حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114419

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114419/

جمهور
  https://www.jomhornews.com