انسان تښتوونکو کابل کې یوه شپږ کلنه ماشومه وژلې، خو دوی هم نیول شوي

22 حوت 1397 ساعت 13:20

پلازمېنه کابل کې سړي تښتوونکو یوه شپږ کلنه ماشومامه (مهسا) تر تښتولو وروسته په ډېره بې رحمۍ وژلې او مړی یې موندل شوی دی.


پلازمېنه کابل کې سړي تښتوونکو یوه شپږ کلنه ماشومه (مهسا) تر تښتولو وروسته په ډېره بې رحمۍ وژلې او مړی یې موندل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ماشومه پنځه ورځې وړاندې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې د ۳۱۵ پروژې له سیمې څخه تښتولې وه.

راپورونه وایي، سړي تښتوونکو د دغه ماشومې له کورنۍ څخه درې لکه ډالر غوښتي و، خو د کورنۍ په توان کې یې نه وه، چې هغوی ته دا پیسې ورکړي.

د راپورونو پر اساس انسان تښتونکو وروسته ترهغې چې د یادې ماشومې کورنۍ د پیسو د ورکړې توان نه درلود، دغه نجلۍ دوه شپې وړاندې وژلې او مړی یې تر یوه پله لاندې غورځولی دی.

کابل پولیسو هم د دغه ماشومې د تښتول کېدو او وژل کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې د یادې پېښې دوه تنه اصلي عاملین یې نیولي دي.

د شهیدې شوې ماشومې کورنۍ اوس عدالت غواړي او له دولت څخه غوښتنه کوی، چې د پېښې عاملینو ته باید سخته سزا ورکړي.

په ورته وخت په خواله رسنیو هم د دغه ماشومې وژل کېدو سخت غبرګونونه راپارولي او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دې پېښې عاملین د پغمان د پېښې په شان په عام محضر کې په دار وځړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114420

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114420/

جمهور
  https://www.jomhornews.com