امریکا افغان هوايي ځواک ته درې AC-208 الوتکې ورکړې دي

22 حوت 1397 ساعت 13:29

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، امریکا افغان هوايي ځواک ته درې AC-208 جنګي او کشفي الوتکې ورکړې دي.


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، امریکا افغان هوايي ځواک ته درې AC-208 جنګي او کشفي الوتکې ورکړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان هوايي ځواک وایي دغه الوتکې په رهبري کېدونکو او ساده توغندیو سمبال دي چې کولی شي، ساکن او متحرک هدفونه په نښه کړي.

سرچینې ویلي، په دې سره به د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شي او دوی به وکړي شي چې خپل اهداف په دقیقه توګه په نښه کړي.

ملي دفاع وزارت وايي الوتکې د کشفي کامرو په نوي سیستم سمبالې دي او کولی شي په پېچلو حالاتو کې خپل اهداف تعقیب کړي.

په ورته وخت کې امریکايي پوځیانو هم ویلي چې په دې سره به د افغان پوځ وړتیا نوره هم لوړه کړل شي.

خو دا نه دي ویل شوي، چې افغان هوايي ځواک دغه درې AC-208 الوتکې څه وخت تر لاسه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114421

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114421/

جمهور
  https://www.jomhornews.com