ولسمشر غني د ملکي تلفاتو مخنیوي په موخه فوق العاد جلسه وکړه

22 حوت 1397 ساعت 14:34

ولسمشر غني د ملکي تلفاتو د مخکي د مخنیوي په موخه له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره یوه فوق العاد غونډه تر سره کړه.


ولسمشر غني د ملکي تلفاتو د مخکي د مخنیوي په موخه له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره یوه فوق العاد غونډه تر سره کړه.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني نن چهارشنبې د کب پر ۲۲ مه دغه غونډه رابللې وه او امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره اړین او جدي تدابیر ونیسي.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه ده او نه یې هم نورو همکارانو ته د منلو وړ ده، نو ځکه امنیتي ارګانونه باید د مخنیوي لپاره یې اړین او جدي تدابیر ونیول شي.

ښاغلي غني په دغه غونده کې ویلي، ملکي تلفات د جنګ جګړو هغه بدبختي ده چې افغانان یې له کلونو راپدېخوا پور ورکوي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر تر دې وړاندې په همدې ورځ په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د شهادت په یاد غونده کې هم ټینګار وکړ، چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورته رسېدلي، چې سخت یې خواشنۍ کړی دی.

ولسمشر زیاته کړه، چې د ملکي تلفاتو په اړه باید جدي پلټنې وشي او امنیت چارواکي باید پر دې کار وکړي چې څنګه د ملکیانو د تلفاتو مخنوی کېدای شي.

هغه و ویل«ملکي تلفاتو خواشنی کړی یم، ټول امنیتي مسوولین مې ن راغوښتي، له دوی سره به پر دې خبرې وکړ، چې څنګه کولی شو د دغه مرګ ژوبلې مخنیوی وکړو او کچه یې صفر ته راټیټه کړو.»

ښاغلي غني زیاته کړه، ټولو امنیتي ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې هر څومره مهم هدف وي، خو ملکیانو ته باید په کې مرګ ژوبله ونه رسېږي.

نوموړي و ویل«امنیتي ځواکونو ته مې لارښوده ده، که هر څومره مهم هدف وي، خو چې یوه ملکي ته به کې مرګ ژوبله اړوي، باید هغه هدف ته انتظار وباسي او یا هم ورنه تېر شي.»

ولسمشر ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې ټولو قوانینو او اصولو ته ژمن دي او ان هڅه کوي «دښمن» ته په جګړه او د برید په صورت کې متوازن او مسؤلانه ځواب ورکړي.

ښاغلی غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې په پکتیا، میدان وردګ، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com