۰

د بهرنیو چارو وزیر پر سوله د خبرو لپاره اندونیزیا ته تللی دی

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۸
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د یوه پلاوی په مشرۍ پر افغان سوله د خبرو لپاره اندونیزیا ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزیر پر سوله د خبرو لپاره اندونیزیا ته تللی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د یوه پلاوی په مشرۍ پر افغان سوله د خبرو لپاره اندونیزیا ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت وايي، ښاغلی رباني پرون چهارشنبې د کب ۲۲ مه د اندونیزیا پلازمنې چاکارتا ته رسېدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي، ښاغلی رباني به د اندونیزیا له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو چارواکو سره وګوري.

د هغه په وینا ښاغلی رباني به د دغه سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې اترې وکړي، تر چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې خپله اندونیزیا هم دا وړاندیز کړی و، چې دوی هڅه کوی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو کوربه شي.

که څه هم طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو څخه انکار کړی، خو په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د تېرو دریو اونیو په خبرو کې چې وړمه شپه پای ته ورسېدې ویل کېږي طالبانو په دې برخه کې نرمښت ښودلی او ښايي له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي