د امریکا او قطر دفاع وزیرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

23 حوت 1397 ساعت 9:01

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهن او د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د قطر پر ګډون خبرې کړې دي.


د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهن او د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د قطر پر ګډون خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاناهن او العطیه پرون چهارشنبې د کب ۲۲ مه سره لیدلي، او په خپلو خبرو کې یې د ناټو په ماموریت په ځانګړي ډول په افغانستان کې د دې تړون په ماموریت کې د قطر د ګډون په اړه خبرې وکړې.

د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو خواوو په افغانستان کې د ناټو له ماموریته د قطر د ملاتړ او د العدید د هوايي اډې د حالت د ښه کېدو په شمول پر بېلابېلو امنیتي او دفاعي مسلو خبرې وکړې.

د امریکا او قطر دفاع وزیران پر داسې مهال پر افغانستان خبرې کوي، چې د تېر کال په دوبي کې د افغانستان په جنګي ماموریتونو کې د قطر او متحده عربي اماراتو له ګډون سره موافقه وکړه.

تر دې وروسته قطر چمتوالی وښود، چې افغانستان ته خپل پوځیان لېږي خو افغان حکومت یې پر وړاندې ځکه اندېښنه وښوده، چې د خلیج د سیمې هېوادونو اکثره پوځیان پاکستانیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114438

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114438/

جمهور
  https://www.jomhornews.com