برازیل کې پر یوه ښوونځي وسله وال برید ۹ زده کوونکي وژلي

23 حوت 1397 ساعت 9:12

راپورونه وایي، مخ پټو وسله والو کسانو برازیل کې پر یوه ښوونځي برید کړی او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه وایي، مخ پټو وسله والو کسانو برازیل کې پر یوه ښوونځي برید کړی او ۲۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برید ځای نه دی معلوم خو د برازيل حکومت ویلي په دغه ښوونځي د مخ پټو وسله والو له خوا برید شوی دی.

د برازیل د حکومت په وینا په دې برید کې ۹ زده کوونکي او دوه د ښوونځي کارکوونکي وژل شوي او لس نور کسان ټپیان شوي دي.

که څه هم حکومت د برید کوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي، هغوی له برید وروسته ځانونه هم وژلي دي.

د برازیل حکومت زیاته کړې، چې د برید کوونکو اصلي موخه نه ده روښانه خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com