واشنګټن ایکزماینر:

که طالبان له حکومت سره خبرې ونه کړي د سولې هڅې به له منځه لاړې شي

23 حوت 1397 ساعت 9:25

واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې ویلي، که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل نه کوي، ښايي د سولې ټولې هڅې په اوبو لاهو شي.


واشنګټن ایکزماینر نشریې په یوه مقاله کې ویلي، که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل نه کوي، ښايي د سولې ټولې هڅې په اوبو لاهو شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي که څه هم د امریکا او طالبانو تر مځ مهم او هر اړخیز بحثونه شوي، خو د سولې روانې هڅې هغه مهال کامیابېدای شي، چې طالبان سولې ته قوي هوډ وښي او له حکومت سره خبرې پیل کړي.

سرچینه زیاتوي تر دې دمه دغه هوکړې او بحثونو ته ځکه هیله نه ده پکار چې په افغانستان کې ډېری مسایل ان په ورستیو شېبو کې له منځه تللي او ډېری هوکړې ان تر لاسلیک وروسته بې عمله پاتې شوې دي.

په دغه مقاله کې ویل شوي د افغانستان د سولې د راتګ تر ټولو مهم اصل هم دا دی، چې طالبان او افغان حکومت له یو بل سره خبرې وکړي.

مقاله زیاتوي، چې د مخامخ واضح، اوږدو او هر اړخیزو خبرو پر مټ په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی اېښودل کېدای شي.

د مقالې لیکوال ټينګار کړی، چې د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل نه شي، تر ټولو معقوله لار دا ده، چې دواړوه خواوې ترمښت وښيي او مخامخ مذاکرات پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114441

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114441/

جمهور
  https://www.jomhornews.com