۰
قانوني:

د دولت له شتون پرته سوله ناشونې ده، د قطر خبرو پایلو ته اندېښمن یو

پنجشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۶
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د افغان سولې په تړاو په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د پایلې په اړه اندېښنه وښوده.
د دولت له شتون پرته سوله ناشونې ده، د قطر خبرو پایلو ته اندېښمن یو
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د افغان سولې په تړاو په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د پایلې په اړه اندېښنه وښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قانوني، چې نن پنشنبې پروان کې د پخواني جهادي قوماندان عبدالرحمن سیدخیلي د شهادت د ۸ تلین یاد غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې د افغان دولت له شتون پرته سوله ناشونې ده.

هغه و ویل«د قطر د وروستیو خبرو پایلو ته اندېښمن یو، هېڅ سوله د دولت له شتون پرته عملي کېدونکې نه ده.»

نوموړي و ویل، چې د سولې په تړاو خبرې جدي شوې، خو په دې خبرو کې د افغانستان خلک او په ځانګړې ډول د مقاومت جبهه څنډې ته شوې ده.

ښاغلي قانوني وايي، مجاهدین غواړی پوه شي، چې سوله څه ډول رامنځ ته کېږي، ایا اسلامي جمهوري نظام په طالبانو پورې او که طالبان په اسلامي جمهوري نظام پورې تړل کېږي دې ته باید ځواب ورکړل شي، چې د مقاومت د جبهې برخلیک به په دې ګنګه مساله کې څه وي؟

دی زیاتوي که سوله د څو ځانګړو کسانو تر منځ وشي او د مقاومت حوزه د راتلونکي برخلیک په اړه په کې رول ونه لري، نو دا سوله نه ده، بلکې د جګړې د جغرافیې د بدلون په مانا ده.

د سولې او اعتدال د ټيم مرستیال په ډاګه کړه، چې افغان ولس او ټول سوله غواړي، خو په وینا یې پر جمهوري نظام په هېڅ صورت کې معامله او امارت افغان ولس ته د منلو نه دی.

هغه و ویل، چې د سولې په خبرو او تړون کې باید د طالب جنګیالیو برخلیک هم روښانه شي، داسې نه شي کېدای، چې یو لوری خولې په وسلو سمبال وي او بل لوری بې وسلې وي.

قانوني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې له خبرو او پرېکړو باید ټول ولس په جریان کې وي او باید معلومات ورکړل شي، تر څو خلک د خپل راتلونکې په اړه پوه شي.

نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په قطر کې پر افغان سوله د امریکا او طالبانو تر منځ اوږدې خبرې وړمه شپه پای ته رسېدلي او دا مهال دواړه لوري د وروستیو پرېکړو لپاره د خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.

د دغه خبرو تر رسېدو وروسته دواړو لورو د پرمختګ خبرونه ورکړل او ویې ویل، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په پرېکولو توافق شوی، خو دغه تړون تر اوسه لاسلیک شوی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي