کونړ کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

23 حوت 1397 ساعت 14:11

سیمه ییز چارواکی وايي، کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکی وايي، کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۱۳ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د کب ۲۳ مه د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، چاودنه د راډیوګانو جوړلو په یوه دوکان کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دی.

د هغه په وینا وژل شوي او ټپیان ټول عام خلک دي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاد وړ دی.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم شوی او نه یې هم مسوولیت چا پر غاړه اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 114467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com