کابل کې چاودنه شوې ده

25 حوت 1397 ساعت 8:48

کابل ښار کې پر یوه شخصي موټر چاودنه شوې، خو تر اوسه د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.


کابل ښار کې پر یوه شخصي موټر چاودنه شوې، خو تر اوسه د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د کب ۲۵ مه سهار ۸:۳۰ بجې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کوټه سنګي سیمه کې شوې ده.

چاودنه پر یوه کرولا ډول موټر د کوټه سنګي تر پله لاندې رامنځ ته شوې، خو تر اوسه یې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

ځینې راپورونه وايي، چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو ځینې بیا زیاتوي، چې چاودنه د موټر د کاز ډبې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114498

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114498/

جمهور
  https://www.jomhornews.com