د پاکستان لومړی وزیر:

افغانستان کې به نوی حکومت رامنځ ته او جګړه به ختمه شي

25 حوت 1397 ساعت 9:19

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له قبایلي مشرانو سره په یوه ناسته کې په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو خبر ورکړی دی.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له قبایلي مشرانو سره په یوه ناسته کې په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون جمعه د کب ۲۴ مه ډېورنډ کرښې ته څېرمه باجوړ قبایلي سیمه کې له قبایلي مشرانو سره خبرو کې د امریکا او طالبانو وروستو خبرو ته په اشارې ویلي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

عمران خان زیاته کړې«که د خدای ج خوښه وه، زموږ افغان وروڼه ډېر ژر په سوله کې یو د بل تر څنګ ژوند وکړي.»

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به یو نوی داسې حکومت چې له ټولو افغانانو استازیتوب وکړي رامنځ ته، جګړه به پای ته ورسېږي او سوله به ټینګه شي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې سوله به په سیمه کې د امنیت، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا سبب شي.

باید و ویل شي، چې تر عمران خان وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د امریکا او طالبانو تر منځ د پنځم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته خوښي ښودلې وه او د پرمختګ خبر یې ورکړی وو.

د پاکستاني چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري، چې د سولې په خبرو کې په رښتیا هم افغان حکومت څنډې ته کړی شوی او افغانان تر ډېره په دې خبرو کې د خپل راتلونکي برخلیک په اړه معلومات نه لري.

ځکه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی و، د تېرې پنشنبې په ورځ یې واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې په دې خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی شوی دی او ډېر معلومات نه ورکړل کېږي.

ښاغلي محب ویلي دا څه ډول خبرې دي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترې خبر دی خو افغان حکومت ته یې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم تورن کړی و، چې د سولې په خبرو کې خپلې شخصي ګټې پالي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com