امریکا، افغانستان کې د دوی د جنګي جرمنو د څېړنو لپاره د نړیوالې محکمې څېړونکو ته د سفر اجازه نه ورکوي

25 حوت 1397 ساعت 9:45

امریکا د جرمونو نړیوالې اړوندې محکمې هغو ارزوونکو ته، امریکا ته د سفر اجازه نه ورکوي، چې غواړي په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو څېړنې وکړي.


امریکا د جرمونو نړیوالې اړوندې محکمې هغو ارزوونکو ته، امریکا ته د سفر اجازه نه ورکوي، چې غواړي په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو څېړنې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمونو نړیوالې اړوندې محکمې څېړونکي غواړي په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو د څېړنو لپاره امریکا ته ورشي خو دوی وېزي نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي هېواد به یې د جرمونو نړیوالې اړوندې محکمې هغو ارزوونکو ته د امریکا وېزې ور نه کړي، چې افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمنو د څېړنو لپاره امریکا ته تلل غواړي.

هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته و ویل« زه د هغو کسانو پر وړاندې د وېزو د محدودیت سیاست اعلانوم چې د جرمونو نړیواله محکمه کې د امریکايي پوځيانو په تړاو د څېړنې مسؤولیت لري.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې دغه محدودیتونه همدارنګه ښايي د اسراییلو په څېر د امریکا د ملګرو هېوادونو د وګړ د تعقیب لپاره د یادې محکمې هڅې تر سیوري لاندې راوستلی شي.

هغه ټینګار کړي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د ارزوونکو د وېزې د محدودولو سیاست عملاً تطبیقېدونکی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي«د دغې محکمې پر وړاندې د وېزې محدودیت لګول زموږ د هڅو پایله نه ده او که دغه محکمه خپل چلند بدل نه کړي، موږ چمتو یو چې د اقتصادي بندیزونو په ګډون یې پر وړاندې نور ګامونه هم واخلو.»

خو دغه محکمې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې اعلام کړې، چې د امریکا د وېزې له محدویت او ګواښونو سره سره به خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

دغه محکمې ویلي، چې دوی بې پرې او ځانګړی بنسټ دی او موخه یې هم یوازې په نړۍ کې د قانون پلي کول دي.

د محکمې په اعلامیه کې ویل شوي، امریکا د وېزو په نه ورکړې سره هڅه کوي، تر څو دغه محکمه په افغانستان کې د دوی د سرتېرو چې په جنايي جرمونو تورن دي څېړنه ونه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com