د ناټو ځینې غړي هېوادونه هم وايي د افغان سولې خبرو کې څنګ ته پرېښودل کېږي

25 حوت 1397 ساعت 10:38

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو نه یوازې د افغان حکومت غبرګون پارولی، بلکې د ناټو ځینو غړو هېوادونو هم له امریکا خوابدي ښکار کړې، چې په دې خبرو کې دی څنګ ته پرېښودل کېږي.


د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو نه یوازې د افغان حکومت غبرګون پارولی، بلکې د ناټو ځینو غړو هېوادونو هم له امریکا خوابدي ښکار کړې، چې په دې خبرو کې دی څنګ ته پرېښودل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس وايي، په همدې اړه یې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنیز ماموریت کې د ۳۹ شاملو هیوادونو له منځه یې د ۱۰ هیوادونو له دیپلوماتانو سره خبرې کړي.

په دې راپور کې ویل شوي، د دغه ۱۰ هېوادونو استازو خواشني څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د امریکا په خبروک ې قطري چارواکي ګډون کولی شي، خو د ناټو هغه غړي هېوادونه چې په افغانستان کې سلګونه پوځیان لري او د دغه هېواد د پرمختیايي چارو لپاره میلیونه ډالر لګوي څنګ ته پېښودل کېږي.

یوه ديپلومات چې په افغانستان کې د ناټو په غوڅ ملاتړ ماموریت کې یې هېواد سلګونه پوځیان لري، دغه آژانس ته ویلي« که قطري چارواکي د خبرو په وخت حضور لرلی شي، امریکا خپل کلیدي متحدان، چې له ۲۰۰۱ څخه یې د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې ده، څنګه هېروي.»

دغه دیپلومات وړاندې زیاته کړې« موږ د پیوستون د نښې په توګه د ملیونونو ډالرو ورکولو ته دوام ورکوو، خو کله چې خبره د سولې د ناستو شي، امریکا په یوازې توګه ږغېږي.»

یادو دیپلوماتونو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نومونه په داګه شي، رویټرز آزانس ته ویلي، د دوی حکومته د افغانستان د رغونې لپاره پر خپلو مرستو بیا کتنه کوي.

د هغوی په وینا د سولې له خبرو څخه د دوی څنګ ته پرېښودل او په عین حال کې د دوی د هیوادوالو او پارلماني غړیو د ملاتړ کمېدل سبب شوي چې هغوی پر خپلو ژمنو بیا غور وکړي.

خو د امریکا د حکومت یوه ویندوی ویلي، چې د دسمبر له میاشتې را په دې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ځلې د ناټو متحدانو ته معلومات ورکړي او اغېزمنه همږغي یې لومړیتوب دی.

په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي (نایک کې) ویلي چې د ناټو غړي د خبرواترو له لارې د مسلې د حل کولو لپاره د خلیلزاد د هلوځلو بشپړ ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، چې امریکا ته تللی، له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد پر خبرو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې په دې خبرو کې خلیلزاد خپلي شخصي ګټې لټوي او افغان حکومت یې څنډې ته کړی دی.

د هغه په وینا د سولې د خبرو په اړه افغان حکومت ته معلومات کم ورکول کېږي، په داسې حال کې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ترې خبري وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com