د امریکا او چین د اختلاف له امله افغان کې د ملګرو ملتونو ماموریت شپږ میاشتې تمدید شو

25 حوت 1397 ساعت 12:32

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوه کال پر ځای موقتآ د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوه کال پر ځای موقتآ د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موده پخوا د یوه کال لپاره تمدیده، خو دا ځل په یاد شورا کې د امریکا او چین تر منځ د پرېکړه لیک پر سر اختلاف د دې لامل شو، چې د ملګرو ملتونو ماموریت په افغانستان کې د شپږو میاشتو لپاره موقتي تمدید شي.

دغه ماموریت پرون د مارچ ۱۵ مه نیویارک کې تمدید شوی او په شورا کې د امریکا متحده ایالاتو سرپرست سپیر جانتن کوهن ویلي چین د یوه کمبرند یوې لارې پروژه د افغانستان مسلې ته ورګډوي.

نوموړي زیاته کړې، دوی ډېر ناهیلي شول، چې امنیت شورا وتوانېده، چې د بشپړ کال لپاره پرېکړه لیک تصویب کړي، ځکه په وینا یې چین دا پرېکړه لیک برمته کړی او د چین له ملي ګټو سره یې اړوند بولي.

هغه ویلي، د دې پر ځای چې چین هغه د افغانستان د خلکو اړوند وګني، خپل مرتبط یې بولي نو ځکه امنیت شورا له دې پرته بله لار نه لره.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوه کال پرځای موقتاً د شپږو میاشتو په مخه تمدید کړ.

په امنیت شورا کې د امریکا د متحد ایالتونو سرپرست سفیر وايي، د یوه کمربند یوې لارې پروژه شفافه نه ده، چاپېریال ته زیان اړوي او د فساد په څېر ستونزې هم لري.

خو په ورته وخت په امنیت شورا کې د چین د سفیر مرستیال وو هایتاو د کوهن د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې دا له حقایقو سره په ټکر کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114514

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114514/

جمهور
  https://www.jomhornews.com