بلخ د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو تر سفر وروسته:

د بلخ نوی امنیه قوماندان به د عطا محمد نور په مشوره معرفي شي

25 حوت 1397 ساعت 12:50

بلخ کې ځینې سرچینې وايي، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې، چې د یاد ولایت نوی امنیه قوماندان به د استادعطا محمد نور تر مشورې او تایید وروسته معرفي شي.


بلخ کې ځینې سرچینې وايي، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې، چې د یاد ولایت نوی امنیه قوماندان به د استادعطا محمد نور تر مشورې او تایید وروسته معرفي شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینه په ټینګار سره وایي، دواړو سرپرست وزیرانو دغه راز ژمنه کړې، چې نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز به د نوي کال څخه وړاندې له خپلې دندې لرې او پر ځای به یې د ښاغلي نور استازی معرفي شي.

باید و ویل شي، چې د بلخ لپاره د نوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز پر ټاکل کېدو او د پخواني قوماندان اکرام سامع په لرې کولو سره په دغه ولایت کې ځینې کړکېچونه تر دې حده ورسېدل، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو پښه یې هم تر دې ولایت پورې ورسوله.

دوی دواړو بلخ ولایت ته په رسېدو سره سم د استاد عطا محمد نور سره په دې اړه ولیدل او د ښاغلي نور سیاسي دفتر په یوه اعلامیه کې بلخ ته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ځوانو سرپرستانو پر وخت رسېدو څخه مننه وکړه.
 
په اعلامیه کې راغلي، چې د جمعیت ګوند اجرائیه رییس له دواړو امنیتي مشرانو سره خبرو کې و ویل، چې د خلکو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو او امنیتي تجهیزاتو کارونه د قانون خلاف عمل دی او دا کار به پر افغان ځواکونو د ولس باور له منځه یوسي.

ښاغلي نور په خپلو خبرو کې زیاته کړې وه، چې ده او ملګرو یې د ستونزې له پیل هڅه کوله، چې دغه مشکل په آرامه توګه حل کړی، خو په وینا یې په خواشنۍ چې ځینو کړیو په دې منځ کې کار وکړ، او ستونزه یې لا وپنځوله.

هغه دغه راز په دې اعلامیه کې د بلخ له خلکو چې د ده غږ ته یې لیبیک و وایی او سره صبر او حوصلې یې کار واخیست مننه وکړه.

د جمعیت ګوند د اجرائیه رییس په اعلامیه کې ټینګار شوی و، چې دوی له امنیتي چارواکو سره یوې ښې پایلې ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې هغوی کابل ته په رسېدو دا خبره د حکومت له مشرانو سره شریکه کړي.

بل خوا هم ویل کېږی، چې د پوځ پخوانی مشر او د ملي امنیت شورا سلاکار شریف یفتلي، یا د بلخ د امنیت امر جنرال عبدالرازق او یا هم قوماندان عبدالودود د بلخ د نوي امنیه قوماندان په توګه وټاکل شي.

خو ښاغلي نور او هغه ته نېږدې سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 114515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com