خلیلزاد:

امریکا به له ناټو سره یو ځای له افغانستان وځي

26 حوت 1397 ساعت 7:51

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، دوی د افغانستان د سولې په برخه کې له ناټو او خپلو نورو شریکانو سره په ګډه او همغږۍ د سولې خبرې پر مخ وړي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، دوی د افغانستان د سولې په برخه کې له ناټو او خپلو نورو شریکانو سره په ګډه او همغږۍ د سولې خبرې پر مخ وړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ رویټرز خبري آژانس د افغان سولې په خبرو کې له امریکا څخه د ناټو د لسو غړو هېوادونو د خوابدۍ راپور خپور کړ.

دغه دیپلوماتانو یاد آژانس ته ویلي و، چې د افغان سولې په خبرو کې د قطر چارواکي ګډون کولی شي، خو د ناټو غړي هېوادونه چې هم په افغانستان کې سرتېري لري او هم له دې هېواد سره مرستې کوي، څنډې ته پرېښودل کېږي.

دوی دا خبرداری هم ورکړی و، چې همدې کړنو د ناټو ځینې غړې هېوادونه دې ته اړ کړي، چې د افغانستان سره پر مرستو له سره کتنه وکړي.

تر دغه راپورو وروسته خلیلزاد په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه په ګډه افغانستان ته راغلي او که ځي هم نو ټول به په ګډه افغانستان پرېږدي.

هغه ویلي دي، چې د خپل ماموریت له لومړۍ ورځې یې له ناټو او نورو شریکانو سره په ګډه کار کړی او همداسې به دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114540

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114540/

جمهور
  https://www.jomhornews.com