ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسولو طرحه رد کړه

26 حوت 1397 ساعت 8:02

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسېدو په موخه د کانګرېس تایید کړې طرحه رد کړه.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اضطراري حالت د پای ته رسېدو په موخه د کانګرېس تایید کړې طرحه رد کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کانګرېس غړو د ۵۹ موافق او ۴۱ رد رایو سره د اضطراري حالت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او په دې اړه چمتو کړې طرحه یې تصویب کړه.

خو ولسمشر ټمرپ د دغه طرحې له تایید څخه ډډه وکړه او هغه یې رد کړه.

ټمرپ ویلي تر هغه به تر هغه به اضطراري حالت پای ته و نه رسوي، چې کانګرس له مکسیکو سره پر پوله ددیوال جوړولو پیسې ور نه کړي، خو د امریکا کانګریس ددغه پیسو له ورکړې ډډه کوي.

د کانګرېس له خوا د پیسو د نه تایید وروسه ټرمپ اضطراري حالت اعلان کړی دی او څه باندې یوه میاشت کېږي چې فدرالي حکومت تړل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114541

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com