ایران د افغانانو په مالکیت د سولې له خپرو ملاتړ کړی دی

26 حوت 1397 ساعت 8:08

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دی.


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او د سولې په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی داودزی چې پرون شنبې د کب ۲۵ مه تهران ته تللی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په ګډون یې له یو شمېر ایراني چارواکو سره کتلي دي.

د سولې عالي شورا وایي، ښاغلي داودزي له ایران چارواکو سره په کتنو کې له هغوی د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د یادې شورا د چارواکو په وینا ایران د افغان سولې او مخامخ مذاکراتو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي نو په همدې خاطر ترې د همکارۍ غوښتنه شوې ده.

د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسد الله بارکزی وایي ایران د افغانستان ګاونډی دی او له طالبانو سره په اړیکه کې دی.

د هغه په وینا ایراني چارواکو له افغان پلاوي سره د سولې په برخه کې د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114542

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com