په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د طالبانو یو مشهور قوماندان قاري منصور د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د کب ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي قاري منصور د افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی.
سرچینه زیاتوي، کمانډو ځواکونو د پلخمري په چشمه شېر سیمه کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې قاري منصور له خپلو دریو ملګرو سره یو ځای و وژل شو.
خبرپاڼه وايي، په عملیاتو کې دوه فیره د اېم ۸۲ مرمۍ او دوه فیره د راکټ مرمۍ هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او د طالبانو یو د سوق او ادارې مهم مرکز، د وسایطو د پروزو یوه زېرمه هم کشف او له منځه وړل شوې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې د ملایان، وردګانو، اصغريانو او تاجک کلي هم په مکمل ډول له طالبانو پاک شوي دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل