۰

قندوز کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
شمال کې د د پوځ چارواکي د قندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
قندوز کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
شمال کې د د پوځ چارواکي د قندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د کب ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پوځ کمانډو ځواکونو د یادې ولسوالۍ په پلوکمر، خلازۍ، نوآباد او غنډۍ کلیو کې عملیات کړي دی.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپیان او ۱۴ تنه ژوندي د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کلي هم د وسله والو له شتون څخه پاک شوي او په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي