۰
هند:

افغانستان کې د لنډمهالي نه بلکې د یوه منتخب حکومت ملاتړ کوو

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۵
هند وايي، په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړجاړي وروسته د یوه داسې حکومت ملاتړ کوي، چې د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کړي.
افغانستان کې د لنډمهالي نه بلکې د یوه منتخب حکومت ملاتړ کوو
هند وايي، په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړجاړي وروسته د یوه داسې حکومت ملاتړ کوي، چې د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویجې ګوکلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې کړې دي.

انډین اېکسپرېس ورځپاڼې ویلي خلیلزاد، ګوکلي ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره له جوړجاړي وروسته به افغان خاوره کې هغه وسله والو ډلو ته ځای نه ورکول کېږي، چې د هند پر ضد فعالیت کوي.

ورځپاڼي وايي، ګوکلي، خلیلزاد ته و ویل، آیا په دې ډله کې هغه ډلې هم شاملې دي چې د هند پرضد فعالیت کوي؟ نو ښاغلي خلیلزاد ورته په هو سره ځواب ورکړ.

په ورته وخت په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر خلیلزاد ته ویلي هند له طالبانو سره د جوړجاړي پا پایله کې د منځمهالي حکومت ملاتړ نه کوي.

هغه په ټینګار سره ویلي، هند به په افغانستان کې د یوه منتخب حکومت چې د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کړي پلوي کوي.

انډین ایکسپریس زیاتوي، زلمي خلیلزاد دې هندي چارواکي ته طالبانو سره په خبرو کې د څلورو څېړل شویو موضوع ګانو په اړه معلومات ورکړل چې هغه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني خبرې او پراخ اوربند.

هندي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې یو ځل بیا له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو آوازې ګرمې شوې دي.

پرون د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي و، چې ډېر ژر به په افغانستان کې یو داسې حکومت چې ټول لوري په کې ځان و ویني رامنځ ته او دغه هېواد ته په سوله راشي.

د عمران خان دې خبرو نه یوازې د افغان حکومت بلکې د عامو افغانانو غوسه هم راپارولې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان ښکاره لاس وهنه بللې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارزدافیر احضار کړی او کلک اعتراض یې ورته کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي