۰

غزني کې چاودنې درې سرتېري وژلي دي

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې تر چاودنې وروسته وسله واله نښته رامنځ ته شوې او په کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې چاودنې درې سرتېري وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې تر چاودنې وروسته وسله واله نښته رامنځ ته شوې او په کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه او نښته نن یکشنبې د کب ۲۶ مه د غزني اړوند د قاضي کلا په سیمه کې رامنځ ته شوې دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، قاضي کلا سیمه کې لومړی پر افغان سرتېرو چاودنه شوې او وروسته وسله واله نښته رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي، خو دا چې سرتېري د پوځ دي که پولیس او ایا په وسله واله نښته کې هم مرګ ژوبله رامنځ ته شوې که نه په اړه یې معلومات نه دي ورکړی.

په ورته وخت کې د غزني د ملي روغتون رییس باز محمد همت وایي، د جګړې له ځایه دوی ته دوه تنه ټپیان هم وروړل شوي، چې ملکیان دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي