۰
کورنیو چارو وزارت:

افغان ځواکونو د ملا ضعیف نه د ملا طوطي کور کلابند کړی

یکشنبه ۲۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۱
کورنیو چارو وزارت د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف د کور د کلابندۍ خبرونه رد کړل.
افغان ځواکونو د ملا ضعیف نه د ملا طوطي کور کلابند کړی
کورنیو چارو وزارت د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف د کور د کلابندۍ خبرونه رد کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن یکشنبې د کب ۲۶ مه سهار داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې امنیتي ځواکونو د ملا سلام ضعیف کور محاصره کړی دی.

د ملا عبدالسلام ضعیف سکرتر او هغه ته نېږدې کس نظر محمد مطین ویلي و، چې افغان ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف کور کلابند کړی دی.

د ضعیف سکرتر خو د هغه د کور د محاصرې د لامل په اړه خبر نه درلود، خو مطمین ویلي ښاغلی ضعیف په قطر کې د طالبانو او امریکایې هیئت سره تر لیدو وروسته کابل ته راغی.

نوموړي زیاته کړې، چې هغه یوه شپه وروسته کندهار ته ولاړی، هلته نږدې لس ورځي پاتې شو، پرون مازیګر له کندهاره بیرته کابل ته راغی، کورته له رسیدو وروسته، ماښام مهال د دوی توله سېمه د امنیتي ځواکونو (ملي امنیت، خاص قطعات او دفاع وزارت اړوند ځواکونو) له خوا محاصره شوه.

خو کورنیو چارو وزارت دغه خبر په کلکه رد کړ او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ویلي، افغان ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف نه بلکې، د ملا طوطي کور کلابند کړی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، ملا طوطي د ځمکې د غاصبینو له ډلې دی، چې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې او پرون یې پر وړاندې عملیات تر سره شوي دي.

یاد وزارت وايي، په دغه سیمه کې د ملا ضعیف صیب کور هم موقعیت لري، خو د رسنیو دا راپورونه چې ګنې د هغه کور کلابند شوی، بې بنسټه دي.

د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د ملا طوطي له کوله دوه میله وسلې او نظامي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

دغه راز وزارت وايي، چې څه موده مخکې د ملا طوطي ورور داوود چې هغه هم د پولیسو تر څار لاندې و له ۸ میله غیر قانوني وسلو او یوه هایلکس موټر سره نیول شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي