اندونیزیا کې سېلابونو ۵۰ کسان وژلي دي

26 حوت 1397 ساعت 11:31

اندونیزیا کې له سختو وروښتو وروسته سېلابونه راوتلي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.


اندونیزیا کې له سختو وروښتو وروسته سېلابونه راوتلي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سېلابونه د اندونیزیا په ختیځ پاپوا ولایت کې راوتلي، چې له امله یې ۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اندونیزیا د ژغورنې ډلې وايي، د سېلابونو راوتلو له امله ۵۹ نور کسان ټپیان شوي هم دي او دغه راز یو شمېر نور لادرکه دی، چې دوی یې د موندلو په لټه کي دي.

چارواکي دا هم وايي، چې د سېلابونو راوتلو سره ځمک ښوېدنه هم شوې او لسګونه کورنه یې زیانمن کړي دي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو ادارې ویره ښودلې ده چې د ژغورنې د عملیاتو په بشپړېدو سره ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114557

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114557/

جمهور
  https://www.jomhornews.com