افغانستان له ایرلنډ څخه د کرکټ ټېسټ لوبه وګټله

27 حوت 1397 ساعت 10:38

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ له ملي ټیم څخه ټېسټ یا پنځه ورځې لوبه هم د ۸ لوبغاړو په لرلو سره وګټله.


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ له ملي ټیم څخه ټېسټ یا پنځه ورځې لوبه هم د ۸ لوبغاړو په لرلو سره وګټله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا د کرکټ له نړیوالې شورا څخه د افغانستان د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته لومړی ټېسټ لوبه ده، چې ګټې یې.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دغه لوبه د افغانستان په کوربتوب په هند کې درې ورځې وړاندې پیل شوې وه، چې نن دوشنبې د کب ۲۷ مه د افغان ټیم په بریالیتوب پای ته ورسېده.

د دغه لوبې په لومړۍ ورځ توپ وهنه ایرلنډ لوبډلې پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۷۲ منډې وکړې.

په همدې ورځ محمد نبي، درې، یمن احمدزي درې، راشد خان او وقار سلام خېل دوه دوه ایرلنډي لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دوهم ورځ افغانستان توپ وهنه پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۱۴ منډې وکړې او تر ایرلنډ یې منډې ۱۴۲ زیاتې شوې.

رحمت شاه ۹۸، اصغر افغان ۶۷، حشمت الله شهیدي ۶۲ او شهزاد محمد ۴۰ منډې وکړې.
 
د لوبې په درېیمه ورځ بیا ایرلنډ لوبډلې توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۸۸ منډې وکړې او له افغانستان څخه ۱۴۷ منډې مخکې شول.

خو د لوبې په څلورمه او وروستۍ ورځ افغانستان د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۹ منډې وکړې او دغه لړۍ یې په خپله بریا پای ته ورسوله.

په دې ورځ رحمت شاه یو ځل بیا ښه وځلېده ۷۶ منډې وکړې، احسان الله جنت ۶۵ منډې وکړې.

د یادونې ده، چې افغانستان تر دغه لوبې وړاندې له ایرلنډ سره د یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو لړۍ مساوي کړې، خو تر هغې وړاندې یې د شل اوریزو لوبو لړۍ درې صفر ګټلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114582

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114582/

جمهور
  https://www.jomhornews.com